سیګار: په افغانستان کې له هر درې کسانو څخه یو کس له قحطۍ سره مخ دی

لخوا Aamaj News

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې یا سیګار راپور ورکړی، چې افغانستان کې له هر درې کسانو څخه یو کس له قحطۍ سره مخ دی او څو وروستیو میاشتو کې دې شمېرو کې ډېرښت راغلی.

د سیګار په راپور کې راغلي؛ چې تېرو ۲۰ کالونو کې امریکا په افغانستان کې ۱۴۶ میلیارده ډالر لګښت پرې کړی.

یاد راپور کې ذکر شوي، چې امریکا ۲۰ کالونو کې ۸۹ میلیارده ډالر د پخوانیو امنیتي ځواکونو په تجهیز او روزنه کې مصرف کړې دي چې ټولې له منځه تللي دي.

سیګار ویلي؛ چې افغانستان ځانګړي لاسته راوړنې له دې ډلې د ښځو او نجونو حقونه تر مستقیم ګواښ لاندې دي.

سیګار له شته وضعیت څخه د اندېښنې وړ حقایقو په توګه یادونه کړې.

سیګار څرګنده کړې؛ دا چې هر څه په ناپامي ډول پای ته ورسېدل، په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن ماموریت په هکله امریکایي مالیه ورکونکو ته د ځواب لپاره ډېر کم شیان شتون لري.

سیګار زیاته کړې؛ علایم ښایي چې د لمنځه تللو تخم په سم ډول کښت شوی و، اشرف غني وتښتېد او طالبان پر کابل مسلط شول. او په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلنه جګړه څه کم څلور میاشتو کې پای ته ورسېده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ