د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا عمومي څېړنیزې ادارې «سیګار» راپور ورکړی، چې طالبانو یو شمېر هغه نارینه ډاکټران؛ چې د ښځینه ناروغانو درملنه یې کړه، وهلي او ډبولي.
د سیګار ادارې نن (پنح شنبه، د قوس ۱۱) په یو راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې د ښځو لپاره روغتیایي خدمتونه نسبت پخوا ته ډې کم شوي او طالبانو امر کړی چې یوازې ښځینه ډاکټرانې او نرسانې کولی شي د ښځینه ناروغانو درملنه وکړي.
د سیګار ادارې د یاد راپور پر بنسټ؛ د افغانستان روغتیایي مرافبتونو سیستم له مالي کړکېچ سره مخ دی او ډېری روغتونونه د درملو له کمښت سره مخ دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.