د شیعه علماوو شورا په یوه بیانه کې د سرپل په بلخاب کې د طالبانو هزاره تبار قومندان، مولوي مهدي سره د طالبانو نښتې په اړه ویلي چې په دغه جګړه کې ملکي وګړي باید و نه ځورول شي.
دغه شورا زیاته کړې چې د طالبانو له واکمۍ سره په ځینو سیمو کې د جګړې لمبه له سره پیل شوې ده.
د شیعه علماوو شورا ټینګار کړی چې جګړه ویجاړونکې ده و په هیڅ دلیل سره د هیواد او د ملت په ګټه نده.
دغې شورا په بلخاب کې د ښکېلو خواوو غوشتی چې ژرترژه دې وسله والو نښتو ته د پای ټکی کښېږدي او خپلي ستونځي او د اختلاف وړ مسایل دي د خبرو له لاري حل کړي څو هغو کسانو ته خپلو کورونو ته د راستنېدو زمینه برابره شي جې د جګړې له ویري خپل کورونه پرېښي دي.
دغه شورا په داسي حال کې د بلخاب د اوسېدونکو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده چې د راپورونو له مخي طالبانو پرون په دغه ولسوالۍ کۍ ٩ ملکي کسان په ډزو وژلي دي.