د «پنجشېر اېډ» مرستندویه بنسټ د پروژو مسوول او د کډوالو حقونو مدافع عبدالهادي شریفي د لندن «سوټ وارک» سیمهییزې شورا لخوا د په تېر کال کې بریتانیا ته د ستانه شویو افغان کډوالو د ملاتړ له امله چې څه باندې ۲۵۰ کسان یې د «سوټ واک» سیمه کې ځای پر ځای شوي د فعاله رول لوبولو لپاره د ۲۰۲۲ کال د فعاله اوسېدونکي جایزه ورکړل شوه.
یادې شورا په هغه پروګرام کې چې له همدې امله جوړ شوی وو په بېلابېلو برخو کې فعاله کسانو ته جایزې ورکړې او د یادې سیمې ځینو رضاکارانو ته یې د «داوطلب اتلانو» لقب ورکړ.
د یادې جایزې د ورکړې په پروګرام کې د سیمهییزې شورا مسوولینو د عبدالهادي شریفي کړنو څخه په یادونې سره وویل چې د افغانستان له کډوالو څخه د ملاتړ او په ځانګړي ډول د بریتانیا ټولنه کې د دوی ځای پر ځای کولو کې د نوموړي کړنې فوق العاده دي او د نوموړي داوطلب ګډون پرته ورته کړنه ناشونې وه.
عبدالهادي شریفي په پنجشېر کې زېږېدلی او په ۲۰۰۲ کال بریتانیا کې استوګن شوی، د انګلیسي ژبې او ښوونځي له پای ته رسولو وروسته یې د «هوافضا» برخه کې زده کړې کړې دي او د «هوافضا» برخه او دفاعي بنسټونو کې یې د کیفیت د انجنیر په توګه دنده ترسره کړې.