د بشري حقونو پخوانۍ رئیسه: د له زدکړو څخه د نجونو منع کول جنسیتي آپارتاید او نه د منلو وړ دی

لخوا Aamaj News

د افغانستان بشري حقونو کمیسیون پخوانۍ رئیسه، شهرزاد اکبر، په اروپایي پارلمان کې د افغان ښځو په اړه د ځانګړې جوړې شوې ناستې په حاشیه کې ویلي؛ چې په ۲۰۲۲م کال کې له زدکړو څخه د نجونو منع کول د نه منلو وړ او جنسیتي آپارتاید دی.

نوموړې زیاتوي؛ چې دا د نړۍ هر اوسېدونکي مسوولیت دی ترڅو د طالبانو دولت د یادې کړنې په وړاندې ودرېږي.

اکبر څرګنده کړې: “زما لپاره دا د منلو وړ نه ده چې په ۲۰۲۲م کال کې دې نړۍ کې داسې هېواد شتون ولري چې نجونې پکې د زدکړو ته لاسرسی ونه لري او ښځې له کار کړلو منع شي.”

د افغانستان بشري حقونو کمیسیون پخوانۍ رئیسې څرګنده کړې: “داسې و انګېرۍ چې له دې کړنې سره ستاسې لونې مخ کېږي.”

د افغانستان ښځو دوه ورځنۍ ناسته کې د هېواد ښځو په استازولی سیما سمر، حبیبه سرابي، ظریفه غفاري، حوریه مصدق، شهرزاد اکبر، صحرا کریمي او آریانا سعید ته بلنه ورکړل شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ