په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ لپاره د طالبانو نوماند سهیل شاهین په یو ټویټ کې وایي؛ چې د هېواد مرکزي بانک زېرمې د افغانستان خلکو پورې تړاو لري او په دولتونو او لورو پورې تړاو نه لري.
شاهین زیاتوي؛ چې له دې زېرمو څخه د پولي سیاست ترسره کولو، د سوداګرۍ اسانتیا او هېواد مالي سیستم د تقویت لپاره ګټه اخیستل کېږي او نه ښایي له دې پرته د نورو موخو لپاره ترې ګټه واخيستل شي.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ لپاره د طالبانو نوماند وايي چې د هغې بندول او یا یو اړخیزه ورکړه بې عدالتي ده او د افغانانو لپاره د منلو وړ نه ده.
د پخواني حکومت له سقوط سره، د افغانستان شااوخوا ۹،۵ میلیارده ډالره ارزي شتمني کنګل شوې وه. جوبایډڼ اجرایي فرمان صادر کړی چې د مرکزي بانک ۷ میلیارده ډالره زېرمه یې بشري مرستو او همداشان د سپټېمبر یوولسمې بریدونو د قربانیانو خپلوانو ته ځانګړې کړې ده.