په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، سهیل شاهین په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د یو کلني کلیزې په درشل کې «ډي هندو» ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو سیاسي ثبات ته رسېدلي دي.
ښاغلي شاهین زیاته کړې چې طالبانو نړۍ ته دا ثابته کړې چې مخالفین په غلط دي.
د «ډې هندو» ورځپاڼې بیا د طالبانو د پښتون-یو توکمیزي کابینې ته په اشارې سره ویلي، چې دغې ډلې سیاسي واک د کندهار په اړخ کې متمرکز کړی دی.
دې ورځپاڼې د طالبانو په سیاسي جوړښت کې د ځینو غیر پښتنو څېرو سمبولیک شتون ته اشاره کړې او د طالبانو د لومړي وزیر دوهم مرستیال، عبدالسلام حنفي چې په اصل کې ازبېک دی او د پوځ لوی درستیز ، قاري فصیحالدین چې تاجیک دی یادونه کړې ده.
دغې هندۍ ورځپاڼې زیاته کړې، چې د طالبانو په حکومت کې اصلي واک د هغو کسانو په لاس کې دی، چې ډېر جنګیالي لري، لکه: ملا یعقوب مجاهد د طالبانو د دفاع وزیر، سراجالدین حقاني د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر.
د «ډې هندو» د راپور له مخې، په ټولیزه توګه د طالبانو اوسني لوړ پوړي مشران پښتانه دي، چې د ۱۹۷۰-۱۹۸۰ کلونو د طالبانو له پخواني رژیم سره تړاو لري.
دې ورځپاڼې لیکلي، که څه هم طالبانو د نويمې لسیزې د وروستیو له تاوتریخوالي ډک عدالتي نظام له بیا راویستلو ډډه کړې ده؛ خو بیا هم له ښځو سره د دوی چلند دی چې د دوی نړیوال مشروعیت له خنډ سره مخ کړی دی.