امریکايي سناتورانو د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي ته په یوه لیک کې: طالب مشران دې له سفره منع شي

لخوا Aamaj News

یو شمېر امریکايي سناتورانو په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش څخه د طالب چارواکو د بهرنیو سفرونو د بندېدو غوښتنه کړې ده. دوی همداراز له ښاغلي ګوترش څخه غوښتي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته دې نه ورکوي.

د دغو سناتورانو په وینا، طالب چارواکو ته د ملګرو ملتونو له خوا ورکړل شوی سفري معافیت خپلي موخي ته نه دی رسېدلی او د دغه سازمان له امنیت شورا یې غوښتي، چې د طالبانو بهرني سفرونه ودروي.

په دغه لیک کې طالبان له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو په پراخه سرغړونو تورن شوي دي. په لیک کې ټینګار شوی چې طالبان باید د خپلو ځپونکو کړنو له پایلو سره مخ شی.

امریکايي سناتورانو همداراز د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي چې د افغان ښځو د مشرانو د یوه لوی ایتلاف پر طالبانو د دوی د حقونو د سرغړوني په خاطر د فشار غوښتنې ته ځواب ورکړي.

دغو سناتورانو زیاته کړې، په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا د لګول شویو بندیزونو له امله افغان ښځې له کوره بهر په سختۍ تګ راتګ کوي؛ خو طالب مشرانو د ملګرو ملتونو له معافیت څخه په استفادې د ازاد سفر اجازه لري.

امریکايي سناتورانو زیاته کړې چې ملګري ملتونه باید د طالبانو په نړیواله رسمیت نه پېژندلو کې ټینګ پاتې شي.

د سولې په غونډو کې د ګډون له امله په ۲۰۱۹ کال کې د طالب مشرانو بهر ته د سفر بندیز د څه مودې لپاره لیرې شوی و او ټاکل شوې وه چې د روان کال د جون په ۲۰ مه پای ته ورسېږي. ملګرو ملتونو د طالبانو د ۱۳ غړو موقتي سفري معافیت لږ تر لږه د دوو نورو میاشتو لپاره وغځاوه؛ خو د پوهنې وزارت چارسمبالی، سعید احمد شهید خېل او د لوړو زده کړو وزیر، عبدالباقي حقاني د موقت سفر معافیت د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله نه دی تمدید شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ