اته امریکایي سناتوران دبایدن له حکومته غوښتي څو په افغانستان کي د حساسو بایومتریکي معلوماتو د پرېښودو په اړه توضیح ورکړي.
د دوی په وینا د امریکا د پوځ بېړنی وتل په افغانستان کي د بایومټریکي معلوماتو درلودونکو آلو د پاتېدو لامل او په افغانستان کي د امریکا د پوځي همکارانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی.
دغه سناتوران وايي، طالبان په افغانستان کې د امریکايي پوځي همکارانو د پېژندلو او په نښه کولو لپاره له بایومټریک معلوماتو کار اخلي.
د واشنګټن فری بیکن خبري سایټ راپور ورکړی چې جمهوري غوښتونکو سناتورانو د امریکا له دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو غوښتي دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتي شوي وسلې او د بایومټریک معلوماتو په ګډون حساس معلومات دوی ته په اختیار کي ورکړي.
دغه سناتوران، د مارشا بلکبرن په مشري، دواړو وزارتونو ته په یوه لیک کې لیکلي: «په هغه سیسټمونو کې چې د متحده ایالاتو پوځ له افغانستان څخه له وتلو وروسته پریښودل شوي د ایرس د سترګو سکېن، د ګوتو نښې، عکسونه، د کار ځای او د افرادو او د هغوی د خپلوانو د ژوند په اړه معلومات شامل دي.»
هغوی زیاته کړې: «طالبان له دې معلوماتو څخه د متحده ایالاتو د افغان همکارانو د لا ډېري وژني، ځوروني او ورکېدو لپاره کار اخلي.»
تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت د امریکا کانګرس ته په یوه راپور کې تایید کړی و چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت تجهیزات او وسلې پاتې دي.
د امریکا دفاع وزارت زیاته کړې وه، چې د بایومټریک وسایلو په ګډون دغه تجهیزات پخوا له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کېدله او اوس د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته طالبانو ته پاتي شوي دي.
د سناتوران د امریکا د حکومت په پالیسي کې د هغو هېوادونو د شخصي معلوماتو د راټولولو په برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه چې په کې شتون لري، څو حساس معلومات په اسانۍ د امریکا دښمنانو ته ونه رسیږي.
دا په داسي حال کي ده چي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سره، متحده ایالاتو خپل یو شمیر افغان همکاران د وتلو په بهیر کي له افغانستانه وویستل؛ خو ادعا یې کړېده چې یو شمیر یې لا هم په افغانستان کې پاتې دي.