امریکایي سناتور: طالبان او حقاني یو ترورېستي حکومت او د القاعدې ملاتړي دي

لخوا Aamaj News

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا جمهوری غوښتونکي لوړ پوړي سناتور میچ مک‌کانل په دې وروستیو کې ویلي؛ چې افغانستان کې د طالبلنو حکومت او حقاني شبکه «د ترورېزم یو ملاتړی دولت» دی او له القاعدې سره ژورې اړیکې لري.

مک‌کانل له افغانستان څخه د امریکا په بېړه وتلو څخه نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده؛ چې یادې پرېکړې امریکا او د دوی نړیوال ملاتړي د ترورېزم د خطر له ګواښ سره مخ کړي.

د یاد امریکايي سناتور په وینا «په افغانستان کې د قرارګاوو نه درلودلو سره، په یاد هېواد کې پر پراخېدونکو ترورېستي بریدونو د متحده ایالاتو د څار توان محدود شوی.»

میچ مک‌کانل خدمتشان د طالبان او القاعدې اړیکو ته اشاره کړې او ویلي یې دي «کابل کې د طالبانو حکومت او حقاني شبکه یوازې د ترورېزم یوه ملاتړې ډله نه ده. بلکې له انسان تښتوونکو او ترورېستانو جوړ حکومت دی.» هغه حکومت چې د نوموړي په اند له القاعدې سره ژوره اړیکه لري.

د مک‌کانل دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر بندیزونو د څار ټیم یو راپور کې وویل؛ چې طالبان او القاعده اوس هم نږدې اړیکه لري او په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته القاعده شبکې د عمل زیاته آزادي ترلاسه کړې ده. دا راپور د طالبانو لخوا بې بنسټه بلل شوی وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ