د مقاومت جبهې له افغانستان څخه د سره پوځ د وتلو دري دېرشمې کالیزې په تړاو یوه اعلامیه کې ویلي؛ چې “موږ په داسې حال کې دا ورځ لمانځو چې هېواد مو د سیمهییزو او نړیوالو سیالیو ډګر ګرځېدلی، د مرګ او ژوند او ژوند تر منځ لاس او پښې وهي.”
د مقاومت جبهې په اعلامیه کې د یادې جبهې د ویاند صبغتالله احمدي له لوري خپره شوې، راغلي: “زموږ خلک تر ظلم، دوګوني چلند، وحشت، کورني ځپلو او بهرني یرغل لاندې سختې ورځې تجربه کوي.”
په اعلامیه کې یادونه شوې؛ چې نن دوښمن د افغانستان معنوي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بنسټ د سقوط لامل شوی.
د مقاومت جبهې په وینا؛ اوسمهال خلک د یرغل او بهرنیو لاسوهنو نوې بڼه تجربه کوي.
د مقاومت جبهه ټینګار کړي؛ تر هغې چې دوښمن له خپلو لاس وهنو لاس په سر نه شي، د آزاۍ او سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره به مقاومت دوام ولري.