د طالبانو د پوهنې وزارت: په نوي تعلیمي کال کې ټولې نجونې کولی شي ښوونځيو ته لاړې شي

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد رویان له رویترز خبري آژانس سره په خبرو اترو کې ویلي؛ چې راتلونکي تعلیمي کال کې به ښوونځي د ټولو هلکانو او نجونو پر مخ پرانیستل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې راتلونکې اونۍ به په هېواد کې ټولو ښځینه زده کوونکو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

رویان زیاته کړې؛ چې د ښځینه زدکوونکو لپاره؛ له هلکانو څخه د بېل والي او د ښځینه ښوونکو لخوا د تدریس شرایط شته.

نوموړي همداشان زیاته کړې؛ چې ځینو کلیوالو سیمو کې چې د ښځینه ښوونکو له کمښت سره مخ دي، سپین ږیري نارینه ښوونکي به نجونو ته درس ورکوي.

د رویان په وینا؛ سږ کال به هېڅ ښوونځي بند پاتې نه شي او که کوم ښوونځی وځنډول شي، د پرانیستلو مسوولیت یې د پوهنې وزارت پر غاړه دی.

دا په داسې حال کې ده؛ چې په افغانستان کې ښوونځیو ته د ټولو نجونو تګ د طالبانو له حکومت څخه د نړیوالې ټولې یوه بنسټیزه غوښتنه ده.

په ورته وخت کې؛ د نړۍ ډېری هېوادونو تر دې دمه له ښځو او نجونو سره د طالبانو حکومت له چلند څخه د اندېښنې له امله د دوی له په رسمیت پېژندلو ډډه کړې.

بل پلو؛ د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش د نجونو او هلکانو د ښځوونځیو له پرانیستلو هرکلی کړی او ویلي یې دي؛ چې په افغانستان کې باید نجونو او هلکانو ته د زدکړو لارې چارې برابرې شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ