سره له دې چې افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو څه باندې ۴۴۰ ورځې تېریږې، د طالبانو پوهنې وزارت امر کړی چې د نجونو په ښوونځیو کې د دولسم ټولګي له ټولو زده کوونکو په یوه ورځ ازموینه واخیستل شي.
د پوهنې وزارت د پرېکړې له مخې، نن (چهارشنبه د لېندۍ ۱۶مه) به د دولسم ټولګي زده کوونکي د درېيو ساعتونو لپاره له چمتووالي پرته ازموينه ورکوي.
د دوی لخوا د وړاندې شوي میتود له مخې زده کونکي به د صحیح او غلط، څلور ځوابه او تش ځایونو په توګه ١٤٠ پوښتنو ته ځواب ووایی.
په ورته وخت کې د طالبانو دغه پرېکړه د ښوونکو او زده کوونکو له خوا له سختو نیوکو سره مخ شوې. یو شمېر زده کوونکي وايي: «د دې خبر په اورېدو شوک شوی یو، د طالبانو دا کار له نړۍ څخه یو ډول باج اخیستنه ده. دوی د افغانستان د وګړو له مجبوریت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او تعلیم ته سپکاوی کوي.»