سیاف: خدای په پنجشېر، بغلان او تخار کې له بې دفاع خلکو سره د وحشیانه چلند غچ اخلي

لخوا Aamaj News

جهادي مشر، عبدرب الرسول سیاف د طالبانو له خوا په پنجشېر، بغلان او تخار ولایتونو کې د ملکي وګړو د وروستیو وژلو په غبرګون کې ویلي، چې خدای له بې دفاع خلکو سره د وحشیانه چلند غچ اخلي.

ښاغلي سیاف د طالبانو د نوم له اخیستو پرته د طالبانو کړنه غندلې ده.

هغه په ​​یوه پیغام کې لیکلي دي: «په بغلان، پنجشیر، تخار او د هېواد په ځینو نورو سیمو کې له خلکو کومي صحرايي محاکمې او وحشیانه چلند چې کیږي او لا هم دوام لري، هیڅ اسلامي، انساني او افغاني توجیه نه لري.»

عبدرب الرسول سیاف په وروستیو لسیزو کې د طالبانو سخت مخالف و. هغه ځانمرګي بریدونه او د طالبانو جګړه حرامه بلله.

دا په داسي حال کې ده چې د ملکي وګړو وژل او له جنوب څخه شمال ته د طالبانو لښکر کشۍله پراخو نړیوالو او کورنیو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

کارپوهان دغه وضعیت په هیواد کې د قومي او کورنۍ جګړې  پیل بولي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ