له ماشومانو د ساتنې سازمان: په افغانستان کې څه باندې له پینځو څخه یو کورنۍ اړ شوې تر څو خپل ماشومان کار ته واستوي

لخوا Aamaj News

له ماشومانو څخه د ساتنې سازمان “Save The Children” وایي چې د دوی د مالوماتو پر بنسټ افغانستان کې یو میلیون ماشومان په سختو کارونو بوخت دی.

دغه بنسټ تېره ورځ د یو راپور په خپرولو سره ویلي؛ چې په افغانستان کې څه باندې له هر پینځو کورنیو یوه اړه شوې، چې خپل ماشومان کار ته واستوي.

له ماشومانو څخه د ساتنې سازمان په دې راپور کې لیکلي؛ چې د کورنیو د عایداتو کموالی د دې لامل شوی، چې مشاومان یې د اجباري کار لپاره بیرون ته ولېږي.

د دغه بنسټ په وینا؛ د هغه سرشمېرنو پر بنسټ چې د افغانستان ۷ ولایتونو کې له ۱۴۰۰ کورنیو څخه ترلاسه شوي، د دغه هېواد ۸۲ سلنه ښاریانو د جمهوریت نظام د نسکورېدو له نېټې څخه؛ خپل عایدات له لاسه ورکړي.

له ماشومانو څخه د ساتنې سازمان د موندنو پر بنسټ، په افغانستان کې ۱۸ سلنه کورنۍ اړ شوې، چې خپل ماشومان د کار لپاره بېرون ته واستوي.

دغه سازمان لیکلي؛ که د دغه کورنیو له ډلې که له هرې کورنۍ یو ماشوم کار ته استول شوی وي، اوسمهال په افغانستان کې څه باندې یو میلیون ماشومان په کار بوخت دي.

له ماشومانو څخه د ساتنې سازمان همداشان څرګنده کړې؛ چې د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل د دې لامل شوي تر څو یو زیات شمېر کورنۍ خپل خوراکي توکي ونه شي پېرلی او په افغانستان کې شااوخوا ۳۶ سلنه کورنۍ خپل خوراکي توکي له بازارونو په پور اخلي.

له ماشومانو څخه د ساتنې سازمان د موندنو پر بنسټ، ۷.۵ سلنه کورنۍ د خپلو ماشومان د تغذیې لپاره ګدایي کړي.

دا په ړاسې حال کې ده؛ چې په افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته او د هېواد مرکزي بانک نږدې لس میلیارده ډالره ارزي زېرمو کنګل کېدو وروسته، افغانستان له ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ