د سعودي د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان باید د ترهګرو ډلو په خوندي ځاله بدل نه شي

لخوا Aamaj News

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل‌سعود وايي، افغانستان باید د «ترهګرو ډلو په خوندي ځاله» بدل نه شي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پرون (شنبه، د میزان ۱) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې کړی او ویلي ده چې هېواد یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات پر اهمیت ټینګار کوي.

هغه د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز ته په اشارې سر ويلي، چې افغان مېرمنو ته باید د زده‌کړو او کار اجازه ورکړل شي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د طالبانو د رژیم په رسمیت‌پیژندلو ته انتظار پاتې يو.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هم له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان له خلکو سره د بشري‌مرستو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د ملګرو‌ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۸مه غونډه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو او چارواکو د افغانستان روان وضعیت ته په اشارې سره د ترهګرو د شتون او بشري ناورین په اړه یې اندېښنه څرګنده کړي دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Siphene 100 September 25, 2023 - 1:23 pm

I simply could not go away your web site prior to suggesting that I really enjoyed the standard info a person supply on your guests? Is going to be back incessantly to investigate cross-check new posts.

ځواب

یو نظر پریږدئ