د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان، ساره السید د ډيپلماسۍ په چارو کې د بهرنیو چارو وزیر د مرستیالې په توګه ګمارلې ده.
په اوس وخت کې ناروې، سویډن، فنلنډ، امریکا او اروپایي ټولنه کې دې هېواد سفیران ښځې دي.
ساره د روغتیایي سیسټمونو د مدیریت په برخه کې امریکا کې زدهکړې کړې دي د سعودي عربستان کې یې د روغتیا وزارت د مرستیالې په توګه دندې ترسره کولو سربېره په بېلابېلو ځایونو کې دنده ترسره کړې ده.
د اسلام دین د راپورته کېدو ځای سعودی عربستان چې پخوا یې د ښځو په وړاندې سخت سیاستونه درلودل، اوس یې د پخوا په پرتله د ښځو په وړاندې نرم سیاستونه خپل کړي دي.
خو افغانستان کې، طالبانو ښځې او نجونې په بشپړه توګه د زدهکړو او کار له حق بې برخې کړې دي.