په سرپل کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ۸ ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان وژل شوي

لخوا Aamaj News

د سرپل سیمه‌ییز چارواکي په دغه ولایت کې د یوې خونړۍ ترافيکي پېښې خبر ورکوي او وايي چې په دې پېښه کې د ۸ ماشومانو او ۱۲ ښځو په ګډون ۲۴ تنه وژل شوي دي.

دا پېښه نن (چهارشنبه د غبرګولي ۱۷مه) د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ په لاره کې رامنځته شوې ده.

د سرپل د والي مطبوعاتي دفتر وايي، په دې ترافيکي پېښه کې ۸ماشومان، ١٢ښځې او څلور نارينه وژل شوي او يوه ښځه ټپي شوې ده.

د طالبانو د اعلامیې له مخې په دې پیښه کې د «علټو» او «خواجه یګانه» کلیو ته پر لاره یو «فلانکوچ ډوله» مسافر وړونکی موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.

طالبانو د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

بل‌خوا په کاپیسا کې د طالبانو د پولیسو ویاند عبدالفتاح فایز هم وايي، چې تيره شپه په دغه ولايت کې د کرولا ډوله موټر او موټرسايکل ترمنځ د ټکر په پایله کې یو ۱۱کلن ماشوم تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته پر لاره ساه ورکړه.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

Jordyn Johnston June 8, 2023 - 4:04 am

Good post! We will be linking to this particularly great post on our site. Keep up the great writing

ځواب
çatı ve oluk sistemleri June 8, 2023 - 5:01 am

For the reason that the admin of this site is working, no uncertainty very quickly it will be renowned, due to its quality contents.

ځواب

یو نظر پریږدئ