د کلتور وزارت پخوانی معین؛ د کلتور وزارت اوسني معین ته: ښاغلی مجاهد ولې دومره دروغ وایئ؟

لخوا Aamaj News

په داسې حال کې چې د کابل شمال او پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو کې بې له قانوني جواز څخه کور په کور پلټنې جنجالي او توکمیز رنګ یې اخیستی، خو ذبیح‌الله مجاهد کابل کې یوې خبري ناستې ته په دغه پلټونو کې د کور صاحب، د ګذر وکیل او د جومات امام له شتون څخه خبرې کړي او له هغې دفاع کړي.

خو اوس فاضل سانچارکي په یو پیغام کې د طالبانو ویاند دروغ ویونکی بللی او ویلي یې دي؛ چې د نوموړي د کور پلټلو پر وخت نه نوموړي شتون درلود، نه د ګذر وکیل او نه هم د جومات امام.

سانچارکي پوښتلي “زما د کور قلف مو د کومې قضایي او شرعي محکمې په امر مات کړ؟ زما د خوب د کوټې دروازه چې تر ټولو خصوصي حریم دی، ولې مو ماته کړه؟ د کور سیف په دې توګه چې منځ کې یې پیسې دي، ولې مو حوزې ته د لېږد، ماتولو یا پرانیستلو امر ورکړ؟ آیا شخصي ملکیت، خصوصي حریم او شخصي توکي، ستاسې لپاره چې ځانونه د شرعیت پرمخ وړونکي بولی، د درناوي وړ دي یا نه؟”

د کلتور وزارت پخواني معین زیاته کړې “تاسې په دې ډول هجوم او لښکر وېستلو سره نه یوازې ترشا مو ماتې دروازې او ګډوډ توکي پرېښودل؛ بلکې ګاونډیان مو هم له وحشت او ېرې سره مخ کړل، د چلند دا ډول په کوم شریعت او دین کې جواز لري؟ تاسې وسلو پسې ګرځېدی، خو ولې مو غوښتل سیف حوزې ته ولېږدوی؟ آیا ستاسې په اند د خلکو شخي مال حلال او جنګي غنیمت دی؟

سانجارکي د خپل پیغام په دوام کې لیکلي؛ چې نوموړي د ټلیفون له لارې د سیف کليګانې د طالبانو ته وښودلې او دوی یې له تشوالي ډاډه شول، وروسته ترې لاس په سر شول.

د کلتور وزارت پخواني معین زیاته کړې “ښاغلی مجاهد زه یو کلتوري او رسنیز کس یم، په جګړه او پوځيتوب کې مې هېڅ رول نه درلود، خو تل مې د خلکو له حقونو، ډیموکراسۍ، بیان آزادۍ، آشتي او وولې څخه ملاتړ کړی، له تاسې څخه مې د ترور، وحشت او انسان وژنې د اسلام ضد کړنو په ترسره کولو کې سختې نیوکې کړې دي، او په هماغه ځای چې اوس تاسې ناست یاست کالونه مې له؛ بیان آزادۍ او رسنیو سره مرسته او د خبریالانو له حقونو دفاع او په ټولنه کې دآزادو اطلاعاتو د ګرځېدو ملاتړ مې کړی، خو تاسې؛ له همدې موقف او چوکۍ څخه، د بیان آزادۍ، له کار څخه د ښځو محرومیت، د خبریالانو او ښځینه هنرمندانو په کور کښېنولو لپاره سخت بندیزونه راوستلي او د رعب او وحشت فضا مو جوړه کړې.”

سانچارکي د دې پیغام په پای کې لیکلي “تاسې نن په خپلو خبرو کې له خلکو څخه د ژوند لومړنی آزادي چې کور دننه هېواد او بهر کې د ګرځېدو تو راګرځېدو آزادي ده، ترې وامو خیسته. تاسې ولې د شریعت د روح مخالف عمل کړی او ولې دروغ وایئ؟”

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی معین په داسې حال کې کور په کور پلټنو ته غبرګون ښایي؛ چې له پښتنو پرته توکمونو له لوري کور په کور پلټنې غیراسلامي، ناقانونه، سپکاوی او له توکمیزې انګېزې سره مل بلل شوې دي، خو طالبان دا خبرې نه مني او وایي چې دا کړنه د امنیت ټینګښت لپاره ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ