د افغانستان بشري حقونو کمیسیون پخوانۍ رئیسې سیما سمر د افغانستان ښځو وضعیت په اړه په اروپایي پارلمان کې د جوړې شوې غونډې په حاشیه کې وویل، اړمن خلک نه باید د ناسالمې رهبرۍ له امله وځورول شي.
نوموړې زیاتوي؛ چې که د افغانستان اوسنیو ستونزو ته پاملرنه ونه شي، دا ناورین به پراخ شي. د سمر په وینا؛ “د افغانستان خلک رېښتیا هم بشري مرستو ته اړتیا لري او دا نه باید د واک صاحبانو په وویل شویو خبرو پورط مشروط وي.”
د اروپایي ټولنې پارلمان تېره ورځ د بلژیک پلازمینه، بروکسل کې د “افغان ښځو ورځې” تر نوم لاندې ځانګړې دوه دورځنۍ ناسته جوړه کړه، دا ناسته به نن هم دوام ولري.