سمنګان ولایت کې نامالومو وسلوالو یو پخوانی جهادي قومندان ووژلو

لخوا Aamaj News

سمنګان ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې نامالومو وسلوالو د یاد ولایت مرکز کې یو جهادي قومندان په قتل رسولی.

د سرچینې په وینا؛ نوموړی نن (چهارشنبه د چنګاښ ۱۵مه) سهار ۴:۰۰ بجې د سهار لمونځ ترسره کولو وروسته د دویمې امنیتي حوزې اړوند په کارته صلح سیمه کې وژل شوی.

سرچینې یاد جهادي قومندان( قومندان کریم) بللی.

د یاد جهادي قومندان د قتل انګېزه لا څرګنده نه ده.

سمنګان ولایت کې سیمه‌ییزو طالب چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ