د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سمنګان کې چاودنه په کلکه وغندل

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سمنګان ولایت په مرکز، ایبک ښار کې هغه چاودنه چې په پایله یې ۱۹ تنه ووژل شول، په کلکه غندلې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه برید جنایتکارانه او د نه توجیه وړ بللی دی.د دې شورا په اعلامیه کې راغلي چې تروریزم په ټولو برخو کې د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته یو له «تر ټولو جدي ګواښونو» څخه دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږي په څرګندولو د دغه برید د عاملینو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ټولو هېوادونو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سره سم په دې برخه کې له ټولو مسوولو چارواکو سره «جدي» همکاري وکړي.د ایبک په «الجهاد» مدرسه کې چاودنه د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له توند غبرګون سره مخ شوې ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تېره ورځ اعلان وکړ چې د دوی د مالوماتو له مخې په دې چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د یوناما په وینا د دې پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ