صالح: له زده‌کړو د نجونو منع‌کول د افغانانو کلتور نه؛ بلکې د حقاني مدرسې او کوټې شورا فرهنګ دی

لخوا Aamaj News

د افغانستان د تیښتیدلې جمهور رييس مرستيال امرالله صالح د نجونو د زده‌کړې د دوه کلنۍ بنديز په مناسبت ويلي چې له زده‌کړو د نجونو منع‌کول د افغانانو کلتور نه؛ بلکې د حقاني مدرسې او کوټې شورا فرهنګ دی.

ښاغلي صالح په خپل «ایکس» پلیټ‌فارم کې لیکلي: «دا د افغان نجونو لپاره د دوحې د تړون ډالۍ ده.»

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو په منځنیو او لېسو کې پر زده‌کړې د بنديز دوه کاله تيريږي. طالبانو دوه کاله مخکې اعلان وکړ چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې تر امر ثانى ځنډول شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ