صالح: د میوند بانک اجرایي رئیس په بند کې دی؛ طالبانو د یاد بانک اجرایي مشرۍ کې یو پاکستانی متخصص ګمارلی دی

لخوا Aamaj News

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په یو پیغام کې لیکلي؛ چې د میوند بانک اجرایي رئیس ډاکټر فریدون چې د حقاني شبکې په بلنه کابل ته تللی و، له څو اونیو را پدېخوا خپل کارځای کې بندي دی او بهر ته د اړیکې نیولو اجازه نه لري.

صالح زیاته کړې؛ چې هغه تللی و تر څو د اقتصادي او مالي مسایلو په اړه منطقي استدلال وړاندې کړي؛ خو اوس طالبانو یو پاکستانی متخصص د میوند بانک اجرایي ریاست کې ګمارلی.

د صالح په وینا؛ په میوند بانک کې د بحث له سل څخه تر درې سوه میلیون ډالرو پر برخلیک دی.

نوموړي په دوام کې زیاته کړې؛ چې د آی اس آی یوه بله هیله چې هماغه د افغانۍ د تبادلې د ثقل مرکز مدیریت و، پوره شو او اوس بیې په شهزاده سرای کې نه، بلکې د پېښور په یادکار چوک کې ټاکي.

امرالله صالح په وروستۍ برخه کې څرګنده کړې؛ چې د طالب ظالمې او متعصبې ډلې له لوري د محاسبه شویو سختیو سره، د اسعارو د تبادلې د کار ډېر حجم پېښور ته لېږدول شوی او هغه کم سوداکر چې افغانستان کې پاتې دي یا د کویټې شورا غړو ته د شراکت تر نوم لاندې بډې ورکوي، یا هم له وړاندې یې له آی‌اس‌آی سره اړیکې درلودې او یا هم په ورځني ډول د خپل کار د بقا لپاره په لویو ښارونو کې طالب ملیشو ته بډې ورکوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ