صالح: د الظواهري جسد په پټه په کندهار کې ښخ شو

لخوا Aamaj News

په کابل کې د متحده ایالاتو لخوا د القاعدې د مشر، ايمن الظواهري تر وژل کېدو دوې اوونۍ وروسته د افغانستان د تښتېدلي ولسمشر لومړي مرستيال، امرالله صالح ادعا کړې چې طالبانو يې جسد د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې په پټه ښخ کړى دى.

ښاغلی صالح نن په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي: «له کندهار څخه یو چا ماته د عکس او کورډینات په لېږلو ادعا کړې چې د الظواهري او د هغه د ملګرو جسدونه په پنجوايي ولسوالۍ کې په پټه ښخ شوي دي.»

هغه د طالبانو د پلویانو د امریکا ضد لاریونونو ته په اشارې سره زیاته کړې: «د جمعې ورځې فرمایشي لاریونونو د طالبانو له جنایتکارې ډلې سره د خلکو کرکه څرګنده کړه.» صالح ویلی چې په پنجشېر کې اوه کسان او په بامیانو کې دېرش کسان په لاریون کې ګډون کړى وو.

د افغانستان د تښتېدلي ولسمشر د لومړي مرستیال دغې ادعا په داسي حال کې ده چې د جمعې په ورځ د طالبانو یو شمېر پلویانو د امریکا پر ضد لاریون وکړ او په کابل کې یې د دغه هېواد هوايي برید چې ایمن الظواهري یې پکې وواژه، د افغانستان پر خاوره یرغل او د امریکا درواغ وبلل.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ