صالح: پاکستان په کابل کې د پاکستاني طالبانو د مشرانو درې استوګنځایونه بمبار کړي دي

لخوا Aamaj News

د افغانستان د تښتېدلي ولسمشر مرستیال، امرالله صالح وايي، وروسته له هغه چې د تحریک طالبان پاکستان یوې ډلې د تقي عثماني خبرداري ته پام ونه کړ، پاکستان په کابل کې د دوی پر استوګنځي بمبار وکړ.

صالح په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي: ”دا به له وخته مخکې وي چې دا قضاوت وکړو چې دا څه ډول راکټ او د لانچر وسیله يې څه وه ځکه چې د حقاني شبکه د آی اس آی د عملیاتي ځواک په توګه سیمه په واک لري.“

د ولسمشر پخواني مرستیال زیاته کړې: ”کابل یو اسیر ښار او د راولپنډۍ شخصي انګړ دی. د طالبانو د ډلې سیوري او پوښ د پاکستان پوځ دی.“

دا په داسې حال کې ده چې مفتي عثماني تېره اونۍ د علماوو د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د پاکستاني طالبانو له مشر، نور ولي محسود سره یې وکتل.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ