کابل ته د یو شمېر پاکستاني علماوو له سفر وروسته، امرالله صالح وايي چې د یاد هیئت مشري تقي عثماني کړي، چې د پاکستان استخباراتي او پوځي دستګاه یو نږدې ملاتړی دی چې د طالبانو لپاره د «ټولو آمر» حیثیت لري.
صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «د عثماني په نوم په نکریزو د سرو وېښتو ملا چې کابل ته د مشورې ورکولو او څارنې لپاره راغلی وو، د طالبانو لپاره د ټولو د آمر حیثیت لري.»
تقي عثماني تېره اونۍ د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د خبرو لپاره کابل ته راغلو.
صالح ادعا کړې چې عثماني د« دوحې دسیسې په جوړونه کې پراخ رول درلود.»
امرالله صالح زیاته کړې چې له ۲۰۱۹ کال څځه تر ۲۰۲۱ کال پورې د تقي عثماني نوم څو ځلې د «طالب لومړي امر کوونکي» په توګه راپورونو کې لیکل شوی. د افغانستان جمهوري ریاست پخواني لومړي مرستیال ټينګار کړی چې د ناټو استخباراتي او پوځي افسران د یاد پاکستاني روحاني له رول او نفوذ سره بلد دي.
بل پلو له طالب چارواکو سره د تقي عثماني د لیدنو خپرې شوې ویډیوګانې د خواله رسنیو کاروونکو تر منځ بحث جوړونکې شوې دي. امرالله صالح دې ویډیوګانو ته په اشارې سره وایي د تقي عثماني لپاره «د خوب تخت پر سر په پوزه کې له لاس وهلو او یا غځولو پښو سره د طالبانو احضار او خبرې کول کومه نوې خبره نه ده.»
صالح دې غیر عادي لیدنې ته په اشارې سره زیاته کړې: «طالبان د ورته څېرو تر نفوذ او مقروض لاندې دي.»
تقي عثماني چې په مفتي اعظم مشهور دی د تېرې اونۍ دوشنبه ورځ د پاکستاني علماوو یو هیئت په مشرۍ افغانستان ته دننه شو او کابل کې یې د پاکستاني طالبانو له رهبر نور ولي محسود سره ولیدل. پاکستاني رسنیو د پاکستاني طالبانو رهبر او تقي عثماني لیدنه بې پایلې وبلله.
نوموړي په دې سفر کې د طالبانو لخوا د نجونو ښوونځيو د پرانیستلو ډاډ هم ورکړی.