صالح: طالبان د کورني او بهرني مشروعیت ترلاسه کولو لپاره هوکړې ته رسېدلي

لخوا Aamaj News

د افغانستان تښتېدلي ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي؛ چې طالبانو له پټو ناستو او خبرو اترو وروسته د کورني او بهرني مشروعیت ترلاسه کولو لپاره پر یوه سیاسي طرحه هوکړه کړې ده.

صالح نن (سه‌شنبه، د عبرګولي ۱۰مه) پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي؛ چې طالبان غواړي په سیاسي او نااعلان شوي ډول پلازمینه له کابل څخه کندهار ته ولېږدوي؛ مانا دا چې کابل به اداري پلازمینې ته تقلیل ومومي تر څو له خوځښتونو، سیاسي شخړو او د خلکو له پاڅونونو په امن کې وي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې د ولسي جرګې ټاکنې به د طالبان د رهبر ملا هیبت الله آخوند په ریاست او طالبانو غړو ملایانو په ګډون د یوې کمیټې تر څار لاندې ترسره شي چې د ولسي جرګې پخواني غړي، ښځې او هغه کسان چې له جمهوریت سره یې تعلق درلود، نه شي کولی په ټاکنو کې نوماندان شي.

ویل کېږي طالبانو په خپله یاده سیاسي طرحه کې پرېکړه کړې، چې همداشان ښځو ته د وکالت او کابینه کې د ګډون حق هم نه ورکول کېږي.

امرالله صالح همداشان زیاته کړې؛ چې صدراعظم به د ملا هیبت الله لخوا ولسي جرګې ته وروپېژندل شي او پارلمان یوازې د صدراعظم پلان اوري او د منلو یا نه منلو حق به ونه لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني مرستیال زیاته کړې؛ چې قاضي‌القضات به د ملا هیبت الله ځانګړی استازی وي او ولسي جرګه به د سترې محکمې د غړو ټاکلو کې هېڅ ډول رول ونه لري.

نوموړي ټینګار کړی؛ چې اهل تشیع ته د قضایه قوې په هېڅ لوړه پوړۍ کې ځای نشته.

نوموړي د مطلب په دوام کې زیاته کړې؛ چې طالبان د اصل امارت او حراست لپاره د علماوو عالي شورا تر نوم لاندې د یوې شورا جوړولو پرېکړه لري چې د یادې شورا موخه به د ملا هیبت الله له مړینې وروسته د رهبر ټاکل وي، د یادې شورا مرکزي دفتر به په کندهار کې وي خو د یادې شورا استازي به په ولایتونو کې هم وټاکل شي تر څو ولایتونو کې د لویې سیاسي او شرعي مرجع په توګه ووسي.

نوموړي د مطلب په دوام کې ویلي؛ چې دې نظام کې به هېڅ ګوند، انجمن او سیمه‌ییزه شورا د فعالیت اجازه ونه لري.

صالح څرګنده کړې؛ چې د مشورتي شورا (لویې جرګې) له ترسره کولو وروسته، غیردولتي مطبوعات تړل کېږي او یا د نن په پرتله به محدود فعالیت ولري.

اړوند لیکنې

5 تبصرې

104.3 the fan November 4, 2023 - 12:15 am

Nice post. I learn something new and challenging on blogs I stumbleupon on a daily basis.

ځواب
Ρυθμος 949 November 4, 2023 - 9:09 pm

Some really excellent info Sword lily I detected this.

ځواب
persian bbc November 10, 2023 - 5:33 pm

Awesome! Its genuinely remarkable post I have got much clear idea regarding from this post Watch persian bbc

ځواب
360 TV November 11, 2023 - 5:32 am

This was beautiful Admin. Thank you for your reflections.

ځواب
watch live racing free November 18, 2023 - 3:41 am

Pretty! This has been a really wonderful post. Many thanks for providing these details.

ځواب

یو نظر پریږدئ