صالح: د افغانستان ۵۰ سلنه خلک د تېښتې په حال کې دي؛ که طالب مشروعیت لري، ولې خلک ترې کرکه کوي؟

لخوا Aamaj News

د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په یو پیغام کې په پوښتونکي توګه ویلي چې که طالب مشروعیت لري او لاسپوڅې اداره نه ده؛ بیا نو ولې خلک ترې په تېښته او کرکه ترې کوي؟

نوموړي څزګنده کړې؛ چې “نږدې شپږ میلیون کسانو د پاسپورټ غوښتنه کړې او دا په دې مانا چې د افغانستان ۵۰ سلنه خلک په تېښته کې دي.”

صالح زیاته کړې؛ چې بد چلند او بند حس په هېواد کې ځای نیولی او طالب ورکېدونکی دی او ملي مقاومت اړتیا ده.

د صالح دا خبرې په داسې حال کې کېږي؛ چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته د هېواد اوسېدونکو د پاسپورټ اخیستو غوښتنه زیاته شوې.

په ورته وخت کې؛ څه باندې یوه میاشت کېږي چې کابل ښار کې د پاسپورټ وېشلو لړۍ، د نامالومو دلیلونو له امله درېدلې.

له دې واړندې د طالبانو پاسپورټ ریاست سرپرست علم ګل حقاني هم ویلي و؛ چې د افغانستان ټول وګړي د پاسپورټ اخیستو غوښتنه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ