صالح: د طالبانو لاسپوڅي او ظالم رژیم په وړاندې د هېواد په ګوډ ګوډ کې، له بېلا بېلو لارو چارو مقاومت دوام لري

لخوا Aamaj News

د افغانستان پخواني ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح په ملګرو ملتونو سازمان کې طالبانو ته د افغانستان چوکۍ نه سپارلو په غبرګون کې وایي؛ د ملګرو ملتونو سازمان په مقر کې د هېواد ملي بیرغ رپېدل، د یو ټپي ملت پر عواطفو او احساساتو هغه مرحم؛ چې د طالبانو لاسپوڅې او ظالمې ډلې په سخت ډول ټپي کړی.

نوموړي نن په یو فیسبوکي پیغام کې د ملګرو ملتونو سازمان اعتبار بښلو کمیټې له غړو څخه د یادې پرېکړې لپاره مننه کړې. د نوموړي په وینا؛ د طالبانو پر ضد مقاومت او د افغانستان د خلکو مبارزې وکولی شول یوځل بیا د دوی اصلي څېرې نړیوالو ته ښکاره کړي.

صالح وایي چې د افغانستان ښځو وښودله، ظلم افراطیت او تحجر، د دوی پر حق غږ نه شي بندولی.

د ولسمشر پخواني مرستیال زیاته کړې چې نن د طالبانو ظالم او لاسپوڅي رژیم په وړاندې د هېواد ګوډ ګوډ کې له بیلا بېلو تګ لارو سره مقاومت دوام لري.

نوموړی زیاتوي؛ چې طالبانو له دورنګۍ، د پاکستان پوځي مرستو باندې اتکا او د دولت او ملت له سوله غوښتونکي نیت څخه په ناوړه ګټې اخیستنې سره، پوځي لاسته راوړنو ته ورسېږي او وتوانېدل د ملي مصالحې او آشتي بهیر خراب کړي. نوموړي زیاته کړې؛ خو دې خراب کاریو او له منځه وړلو د دوی لپاره کورنۍ او نړیوالو مشروعیت ترلاسه نه شو کړی.

صالح ټینګار کوي چې د سیاسي بهیرونو او قومونو د تجرید، اعتراض کوونکو وژل، په مطلق ډول پر ټوپک او شکنجې باندې تکیه؛ چې اوس د طالبانو د ظالم حکومت دوام بنسټیزې لارې چارې دي، همدا به د دوی پر ماتې محکوم کړي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

faceless niches March 29, 2024 - 2:28 am

… [Trackback]

[…] Info on that Topic: aamajnews24.com/ps/saleh-8/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ