صالح: د جبهې د پرمختللو چاودېدونکو توکو، لیزر وسلو او ټانک ضد راکېټونو کمښت له منځه ځي

لخوا Aamaj News

د افغان پخواني ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د مالوماتو ښه سیستم به رامنځته او د مقاومت جبهې به لا همغږې شي.

د ښاغلي صالح په غږیز پیغام کې چې آماج ته رسېدلی، نوموړي ویلي “هغه تشې به ډېر ژر ډکې شي او د پرمختللو چاودېدونکو توکو، لیزر وسلو او نویو ځانګړو راکټونه کمښت چې د طالبانو زغره وال په نښه کوي، ډکېږي او پرې کار کېږي.”

امرالله صالح زياته کړه، چې مړو او ټپيانو درملنه کېږي او که ټپيان بهر ته لېږدول شوي وي، پيسې به يې ورته لېږدول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پسرلي له رارسېدو او پنجشیر کې د مقاومت جبهې د فعالیتونو له پراخېدو سره، په پنجشیر کې د لوی پوځي عملیات خبرې کېږي.

د دې سربېره څو ورځې وړاندې امرالله صالح ویلي و؛ چې پاکستاني کمانډو ځواکونه له حقاني شبکې سره په همغږۍ پنجشیر ته ننوتلي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ