صالح: په کابل کې رسنۍ د طالبانو ظالمانه سیاستونو مخالفو خبرونو د پوښښ اجازه نه لري

لخوا Aamaj News

د افغانستان پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي؛ چې په کابل کې رسنۍ د طالبانو ظالمانه سیاستونو مخالفو خبرونو د پوښښ اجازه نه لري.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې رسنۍ یوازې په نوم شتون لري تر څو نړیوالې ټولنې ته دوکه ورکړي.

د صالح په وینا، هغه بریدونه چې د مقاومت کوونکو لخوا د طالبانو پر ضد تریره کېږي، خبري پوښښ نه ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده؛ چې د طالبانو پر لاس د دولت له سقوط وروسته، لسګونه رسنۍ د مالي او امنیتي ستونزو له امله له فعالیت پاتې شوې دی. چې په وروستیو کې آیینه ټلویزیون له ۱۸ کاله رسنیز کار وروسته، خپل فعالیت ودرولو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ