د افغانستان پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي؛ چې د حقاني جنایت کوونکې شبکه په مستقیم او غیر مستقیمو فشارونو سره، بشري مرستو ته د خلکو د ځانګړو حوزو د لاسرسي مخنیوی کړي.
نوموړي په یو پیغام کې لیکلي چې “څو ورځې وړاندې مو د ګذرونو څو وکیلانو غږونه ملګرو ملتونو سازمان ته واورول چې طالب ملیشو خلکو ته ویل ځئ لاړی شی له مقاومت مو مرسته واهلئ وخت مو پای ته رسېدلی.”
د صالح په وینا؛ دا پېښې په خیرخانه، کوهدامن، پروان ولایت او د کاپیسا ځانګړو برخو کې شوې دي.
نوموړي له ملګرو ملتونو وغوښتي چې اجازه مه ورکوئ چې بشردوستانه مرستو ته لاسرسی د طالب ملیشو د دوه ګوني چلند او توپیر قرباني شي.
د صالح په وینا خیریه موسسې د خپل مصؤنیت له امله د داسې راپورونو په وړاندې کولو کې زړه نازړه دي.
صالح زیاته کړې؛ چې د دغه بهیر دوام به د سخت او نه اټکل کیدونکې ټولنیز غبرګون لامل شي.