صالح: د حقاني شبکې له ملیشو سره لسګونه پاکستاني سنایپر پنجشیر ته دننه شوي

لخوا Aamaj News

د افغانستان پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د یو ټویټ په خپرولو سره ادعا کړې؛ چې طالبانو له حقاني شبکې سره یو ځای لسګونه پاکستاني سنایپر پنجشیر ته دننه کړي.

نوموړي لیکلي: “چې له تېرې ورځې راپدېخوا لسګونه سنایپر او پوځي سلاکاران او د حقاني شبکې څانګې اړوند طالبان پینجشیر ولایت ته دننه شوي. له دې وړاندې دا ډول پاکستاني سلاکاران به د چيرات ځانګړو عملیاتونو څخه و.”

د غني پخواني مرستیال همداشان ویلي، چې خلکو د پاکستاني ځواکونو کېږدۍ او چمتو خواړه لیدلي.

دا ټول په داسې حال کې دي؛ چې سرچینې آماج ته د خلکو تلاشۍ او ځورولو له امله د پنجشیر د امنیت آمر او د والي ترمنځ له راپورته شویو اختلافونو خبر ورکوي. سرچینې آماج ته ټینګار کړي چې په تېرو څو ورځو کې لسګونه کورنۍ اړ شوي چې پنجشیر د کابل او یا له هېواد څخه د بهر په موخه پرېږدي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ