صالح: عمران خان د ملا هیبت‌الله چارې پر مخ وړي

لخوا Aamaj News

د افغانستان تښتېدلي ولسمشر مرستیال، امرالله صالح په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د طالبانو د رهبر ملا هیبت‌الله چارې پر مخ وړي. نوموړي همداشان د افغانستان ځینو سیاسي څېرو سره د پاکستان د “آی‌اس‌آی” د رئیس لیدنې ته په اشارې سره څرګنده کړې، چې د آی‌اس‌آی رئیس د طالبانو د استخباراتو چارې پر مخ وړي.

نوموړي په دوام کې زیاته کړې؛ د طالبانو لاسپوڅيوالي لپاره د شک ځای نه دی پاتې.

د صالح په داسې حال کې دا خبرې کړي چې سرچینو آماج ته ویلي؛ چې د پاکستان د استخباراتو رئیس جنرال ندیم احمد انجم، د دغه بنسټ لومړي مرستیال جنرال راشد، د افغانستان برخې مسوول او د پاکستان ځینو نورو استخباراتي او پوځي څېرو د ترکیې په پلازمینه انقره کې د افغانستان شمال له ځینو سیاسي _ پوځي څېرو له ډلې له مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور او محمد محقق سره لیدلي.

د دې سربېره، په وروستیو کې عمران خان له “سي‌ان‌ان” سره مرکه کې ویلي؛ چې افغانستان کې د طالبان پر ځا بدیل شتون نه لري او نړۍ باید له طالبانو سره تعامل وکړي. عمران خان زیاته کړې؛ ژر یا هم وروسته نړۍ به طالبان په رسیمت وپېژني.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ