صالح: طالبانو د شپې له خوا د محمد خان پر کور برید کړی، زوی یې وژلی او سپین سرې مېرمن یې ټپي کړې

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته مني؛ تېره شپه ناوقته نامالومو وسلوالو د اجراییه ریاست پخواني مرستیال او د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب پخواني غړي محمد خان پر کور برید کړی. د سرچینې په وینا په دې برید کې د محمد خان مېرمن ټپي شوې او یو زوی او یو ساتونکی یې وژل شوي.

د دې سربېره؛ د افغانستان تښتېدلي ولسمشر مرستیال امرالله صالح وایي، چې طالبانو د محمد خان په استوګنځي برید کړی.

نوموړي په یو پیغام کې لیکلي؛ چې د محمد خان کورنۍ د طالب ډلې په خبره باور کړی و او کابل کې پاتې شوي و.

صالح زیاتوي؛ چې ملیشو او د طالب دروغجنې او بې سره ډلې لنډغرو د شپې لخوا د نوموړي په استوګنځي برید کړی، ځوانی زوی یې د تره له زوی سره وژلی او سپین سرې مېرمن یې ټپي کړې.

د صالح په وینا، “دغه نیابتي ډلې چې افغانستان د راولپنډۍ تر ملاتړ لاندې تر واک لاندې راوستلی له هر هغه چا سره دوښمني لري چې وطني او ملي حس ولري.”

صالح یو ځل بیا ټینګار کړی؛ چې د مقاومت صف تر بل هر وخت کلک باید کلک شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ