د افغانیو په وړاندې د ډالر ارزښت کمېدو سره، اوس د افغانستان تښتېدلي ولسمشر مرستیال، امرالله صالح وايي چې د ډالر بيې خبرتیا جعلي ده او په بازار کې ډالر نه موندل کېږي.
نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي چې “دا بیې ځکه جعلي دي چې طالبانو په ځانګړي ډول د حقاني تروریستي او جرمي ډلې د ملګرو ملتونو سازمان لسګونه میلیون ډالره مرستو ته سترګې پټې کړې دي تر څو هغه په کمه بیه وپېري او په لوړه بیه یې پر سوداګرو وپلوري.”
صالح زیاتوي چې هېڅوک د ډالر په پېرلو کې د بولۍ جرأت نه لري.
دا په داسې حال کې ده؛ چې په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان ملي پیسو ارزښت د امریکایي ډالر په وړاندې څه ناڅه لوړ شوی. د پیسو مرکزي بازار “شهزاده سرای” د بیې پر بنسټ، نن د امریکایي ډالر ارزښت ۸۹ افغانۍ ته رسېدلی.