د هېواد تښتېدلي ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په یو پیغام کې لیکلي؛ چې جنرال رازق خان اچکزی په داسې حال کې چې د کندهار ولایت دفتر په حویلۍ کې د ناټو عمومي قومندان سره اوږه په اوږه ولاړ و، د طالبانو له لوري هدف وګرځېد؛ خو جنرال مېلر ته زیان ونه رسېد.
د صالح په وینا طالبانو ته د (آیاسآی) هدایت همدا و چې هېڅکله امریکایی جنرال موخه ونه ګرځوی ځکه جهاد مو خرابېږي.
نوموړی زیاتوي: “کله چې خبریال د دغه کوچنۍ او ظریفې نکتې تګ لاره جوړه کړه داسې وه لکه د طالب پر آس چې د تیغ ګزار وکړې؛ هغه خبریال او پروګرام جوړونکی د طالب مزدور او ظالم له خوا ونیول شو او ورک شو.”
صالح په دوام کې لیکلي وضعیت د حفیظالله امین له وخت څخه هم بد دی، توپیر یوازې جامو او ږيره کې دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني مرستیال څرګنده کړې چې پاکستان ته د طالب مزدوري، تړاو او مطرح کول، د فتنو ښکارول او په تقلبي جهار کې د دوی فریب او دافغانستان له خلکو سره د دې ډلې بېګانه توب او د تعصب شدت هغه ټکي دي چې دوی یې د ځواب ویلو توان نه لري.
امرالله صالح زیاتوي؛ چې د طالبانو له مشرانو هېچا په تېرو شلو کالونو کې افغانستان کې شتون نه درلود او پاکستان له څلوېښت کاله دسیسو وروسته وتوانېد خپله مزدوره او لاسپوڅې ډله ارګ ته ورسوي.
نوموړي د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي چې دا وضع به دوام ونه کړي.