د افغانستان تښتېدلي ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح یو ځل بیا له ځوانانو غوښتي چې د مقاومت صفوف تقویت کړي.
نومړي په کاپیسا کې د شپږ ښځو او درې ماشومانو د تښتولو په اړه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “د طالب بې ادبه او بې سره ملیشو لخوا د ښځو او ماشومانو تښتول دغه ادعا یو ځل بیا ثابتوي؛ چې ځینو ځایونو کې د طالبانو چلند، په اشغالي سمیو کې د اسرائیلو د عسکرو لخوا د فلسطینيانو سره له چلند څخه هم بد دی.”
نوموړي زیاته کړې؛ چې دا ټپونه د ملت په روح او تن ډېر ناسور دي.
صالح وایي: “هغې شېبې ته باید کار وشي چې د طالب ظالمې او بدنومې ملیشې قتل عام شي. هغه ورځ لرې نه ده.”
د افغانستان تښتېدلي ولسمشر مرستیال څرګنده کړې چې “چې له دوه ورځو راپدېخوا طالبان د پنجشیر درې هر یو کیلومترۍ کې خلک بدني تلاشي کوي. طالب د سیمې له خکلو سره نه شي یو ځای کېدی. دا د دغه ظالمې، متعصبې او بدنومې ډلې د عمر اوږدېدو مخه نیسي.”