د کابل له سقوط څخه د صالح لیدلوری: د مقاومت له نه اعلانېدلو خواشینی وم؛ د کابل له سقوط یوه ورځ وړاندې پوه وم چې اشرف غني بهر ته ځي

لخوا Aamaj News

له بي بي سي سره د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط په اړه د افغانستان تښتېدلي ولسمشر اشرف غني د مرکې په تړاو امرالله صالح غبرګون وښود.

صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي؛ چې د کابل له سقوط یوه ورځ وړاندې، په داسې حال کې چې د ملي مقاومت له نه اعلانېدو خواشینی وم، صدارت کاخ کې د امنیت شورا مشاور حمدالله محب او د پخواني حکومت د چارو ادارې رئیس فضل محمود فضلي مې لیدو ته راغلل.

نوموړی وایي؛ چې له دې څخه یوه اونۍ وړاندې د ينجشنبه په ورځ هوکړه شوې وه چې د طالبانو په وړاندې ملي مقاومت اعلان شي.
صالح زیاتوي؛ چې محب او فضلي ورڅخه د پروګرتمونو په اړه یې وپوښتل او مشوره یې دا وه چې په سړو وینو او اوږدمهاله فکر سره یو کار وشي، چې طالبان د مشروعیت له ترلاسه کولو محروم شي. ځکه نور د سولې بهیر په نوم کوم څه شتون نه لري.

صالح ویلي؛ چې نوموړی له دې نظر سره چې ګواکي د سولې بهیر له منځه تللی؛ همغږی و. د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې؛ چې نوموړی له فضلي او محب څخه د تفصیل غوښتونکی شو، او د دوی له خبرو پوه شوم چې ولسمشر غواړي بهر ته ولاړ شي.

د صالح په وینا؛ نوموړي محب او فضلي ته وسلي و: ” زه په هېڅ ډول خپل هېواد نه پرېږدم، څومره چې وتوانېږم مقاومت کړم. که په هېڅ ځای کې ونتوانېږم کوم کار ترسره کړم؛ تایمنیو کې د خپل کور بام څخه سنګر جوړوم.”

صالح ټینګار کړي؛ چې دې وخت کې حمدالله محب له کوم چا سره اړیکه ونیوله او له دفتر بهر شو، څو دقیقې وروسته بېرتت راغلو او ویې ویل چې پاکستانیانو پرېکړه کړې چې څو کسان په سخت مرګ ووژني او حتا له مرګ وړاندې یې نیمه ژوندي په ښار کې وګرځوي، چې یو له هغو کسانو ته یې.

دوام کې صالح زیاته کړې؛ چې د شنبې شپه تر سهاره ويښ و، تر څو له وضعیت خبر ولري او پلڅرخي بندخونه کې د طالب بندیانو بغاوت مهار کړي. خو هغه شپه یې یوازې د کابل امنیه قومندان طوطاخېل اړیکو تن ځواب ورکړی و، حتا محب یې هم اړیکو ته ځواب نه و ورکړی.

نوموړي زیاته کړې: چې د “اګېسټ ۱۵ مه” یک شنبې ورځ یې د کابل ښار له تایمنیو څخه د پنجشیر په لور حرکت وکړ تر څو د مقاومت په جوړښت کې برخه واخلم. نوموړي ټینګتر کړی؛ چې شته او دوام لري.

نوموړي څرګنده کړې: ” زه د ماتې له هېڅ ډول قیل او قل لیکلو سره علاقه نه لرم، ځکه وطن زموږ دی او یوه ورځ به یې له دعه بېګانه او نیابتي ډلې څخه له خپل تاریخ او فرهنګ سره آزاد کړو. زمد لپاره د مقاومت روایت او د طالب د تضعیف او ماتې له نوستالژي لیکلو څخه ډېر ارزښت لري.”

امرالله صالح ، د اشرف غني د مرکې له خپرېدو وروسته هم یو غبرګون کې ویلي و: ” د دوښمن لوی ښودنه او نوستالژیک مرکې د خل لاره نه ده. دا مرز او بوم له هغې لوی دی، چې د پاکستان او د دوی د نیابتي ډلې لوري په غاښونو کې ونیول شي.”

دا په داسې حال کې ده؛ چې اشرف غني له افغانستان څخه د تښېدولو له پینځو میاشتو وروسته له بي بي سي سره مرکه کې ویلي؛ چې د کابل د سقوط په ورځ حمدالله محب ورته ویلي و، چې د ولسمشر د ساتنې قطعه له منځه تللې او که د طالبانو په وړاندې مقاومت وشي ټول وژل کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ