صالح: افغانستان تر هغې لوی دی، چې پاکستان یې غاښونو کې ونیسي؛ له مقاومت او درېدلو نه لاس په سر کېږم

لخوا Aamaj News

د افغانستان تښتېدلي ولسمشر اشرف غني مرستیال امرالله صالح وایي؛ چې د طالب په وړاندې له مبارزې څخه مې تل د ویاړ حس لرلو او وبه یې لرم. نوموړي څرګنده کړې؛ تر هغې چې زموږ خلک د خپل برخلیک ټاکلو کې په مستقیم ډول رول ونه لري، له هېڅ ډول مقاومت او درېدلو به لاس په سر نه شم. 

نوموړي په فېسبوکي پیغام کې لیکلي؛ چې دا مرز او بوم له هغې لوی دی چې د پاکستان او د دوی نبابتي ډلې له لوري غاښونو کې ونیول شي. 

صالح زیاتوي؛ چې وسلواله مبارزه کې لومړۍ اړتیا اراده او شجاعت دی. له یو متحد، له مصلحتونو او خیالونو پاک صف سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوو. 

نوموړي ټینګار وکړ: “افغانستان پر خپل ځای دی او موږ هم نه یو مړه شوي. که چېرې اړتیا وي چې خپلو خلکو تن حساب ورکړو، خپلو خلکو تن به حساب ورکړو؛ نه لندن او واشنګټن ته.”

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ