صالح: اوسمهال کابل کې هېڅ کومه لویه پولي معامله نه ترسره کېږي او پاکستان د افغانستان لویو سوداکرو ته دایمي اقامې او پینځه کلنې ویزې ورکوي

لخوا Aamaj News

د هېواد تښتېدلي ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې اوسمهال کابل کې هېڅ لویه پوبي معامله نه ترسره کېږي او پاکستان د افغانستان لویو سوداکرو ته پینځه کلنې ویزې او دایمي اقامې ورکوي.

نن (یکشنبه د جدي ۵مه) د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال په یو ټویټ کې لیکلي: ” د طالبانو ناپوه رهبران د دې لامل شول چې په هېواد کې د پیسو راکړې ورکړې لوی مارکېټ، سرای شهزاده د پاکستان پېښور چوک یادګار په فرعي برخه باندې بدلون ومومي. د طالبانو لپاره بهرنی سیاست قریشي، امنیت باجوه، تاریخ مولانا فضل الرحمن او حقانیه او افغانستان پېژندنه عمران ورته تعریف او ټاکي.”

صالح ادعا کړې چې اوسمهال کابل کې هېڅ کومه لویه يولي معامله نه ترسره کېږي او پاکستان د افغانستان لویو سوداګرو ته پینځه کلنې ویزې او دایمي اقامې ورکوي. د نوموړي په وینا د تر ملاتړ لاندې د نیابتي واکمنۍ بهیر روان دی.

نوموړي په نقل قول سره لیکي: “د افراسیاب خان خټک په وینا، طااب یوه ډرامه ذو ننداره ده او د کنټرولولو اصلي ريښه یې راولپنډۍ کې ده.”

د غني لومړی مرستیال، امرالله صالح د نومړي له تېښتې وروسته پنجشير ته ولاړ او د مقاومت ملي جبهې سره په یو ځای کېدلو یې د طالبانو په وړاندې د درېدو اعلان وکړ. نوموړي څو ځله طالبانو ته د پاکستانیانو د لاس پوڅو خطاب کړی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ