صالح: د پاکستان د موخو د پلې کولو وسیله طالبان دي؛ له هرې ممکنې لارې باید د طالبانو په وړاندې مقاومت وشي

لخوا Aamaj News

د افغانستان تښتېدلي ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي؛ چې په افغانستان کې اسلام آباد ته اړ، بې تعلیمه ټولنه، له ځان بې خبر او نامنسجم او نا مدرن اداري نظام د پاکستان یو استراتیژیک پلان دی.

نوموړي په یو پیغام کې لیکلي؛ چې عمران خان یادې موخې ته د رسېدو او د خپل هېواد د سیاست د تداوم لپاره وویل چې له پوهنې او لوړو زدکړو سره ضدیت د افغانستان ټولنې له سنتونو دي.

د صالح په وینا؛ پاکستان له کالونو ویلي چې طالبان د افغانستان ټولنې یو واقعیت دی او بلاخره خپله دغه امنیتي او استراتژیک هیله يې د افغانستان ټولنې په واقعیت بدله کړه.

صالح زیاته کړې: “نباید له یاده وباسو چې د پاکستان د موخو پوره کولو وسیله طالبان دي. طالبان د پاکستان نیابتي ملیشې دي. نو په هر ممکنه ډول د طالب په وړاندې مقاومت نه باید هېر کړو.”

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ