صالح: خصوصي بانکونه د طالبانو چور او غلطو تګ لار له امله له مطلقې ماتې سره مخ دي

لخوا Aamaj News

د اشرف غني لومړي مرستیال، امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي؛ د افغانستان خصوصي بانکونه چې د طالبانو د چور او غلطو تګ لارو له امله سقوط شوي، په امریکا کې د کنګل شویو پیسو کې هېڅ پانګه نه لري. د صالح په وینا؛ طالبان د خلکو دوکه کولو لپاره د خصوصي بانکونو د سقوط لامل په بهر کې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل بولي.

صالح زیاته کړې؛ هغه دولتي بانکونه چې راکړه ورکړه کې لاس درلود هم سقوط شوي او د خلکو د پیسو د ورکولو توان نه لري.

د صالح په باور؛ په افغانستان کې د جایدادونو قیمتونه په شدت سره ښکته شوي او که طالبان وغواړي هغه جایداد چې د قرضونو په وړاندې په ضمانت کې اېښودل شوي وپلوري، بیا هم د خلکو ۲۰ سلنه پیسې نه شي پوره کولی.

نوموړي په خصوصې او دولتي بانکونو کې د خلکو یو نیم میلیارد ډالرو د ورکېدو مسؤلین طالبان وبلل او د خبر ورکولو بنسټونو او د آزادو مطبوعاتو ځپل د دې لامل وګڼل چې خلک د بانکونو له شتمنیو هېڅ خبر نه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ