د افغانستان پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي؛ چې د افغانستان خصوصي بانکونو سقوط، مرکزي بانک د حقاني شبکې لاس ته لویدل، په آزد ډول د بهرنیو ایارو له بدلولو څخه مخنیوی، د شهزاده سرای تړل، د ګمرکاتو د عواید چور، د نشه یي توکو د کښت سراسري کول، احتمالاً په ناقانونه ډول د افغانیو په چاي لاس پورې کول، په پټ ډول د ترورستي ډلو څخه د مرستو جلب او په پایله کې له پاکستان او څو نورو استخباراتي کړیو څخه د ناچیزه مرستې ترلاسه کول او نور د ډالر په وړاندې د افغانیو د سقوط لاملونه دي.
نوموړي په یو فېسبوکي پیغام کې لیکلي؛ چې طالب د پاکستان له لوري د افغانستان د ویجاړۍ او وژنو لپاره رامنځته شوی او بې له تاوتریخوالي او ځورونې څخه د بل هېڅ شي لپاره بنسټیز فکر نه لري.
نوموړي زیاته کړې: «د افغانیو سقوط به دوام ولري، مګر دا چې دا لاسپوڅې ډله باید له ضد لاس واخلي او د وضعیت د کنټرول لپاره د خلکو په اراده تمکین وکړي. یوازنۍ حل لاره د افغانستان ملت ډېری برخې غوښتنو ته درناوی ده، د دغه بې سره ډلې څخه په چیغو لږ راغلي او د سیلاب په څېر له هېواد تښتي.»
د صالح په باور؛ تر هغې چې یو نظام کورنۍ او بهرنی مشروعیت ونه لري، انساني ظرفیتونه او مغزونه به تښتي او هئڅوک به د ظالم رژیم تر چت لاندې پانګونه ونه کړي.