صالح: د افغانستان ټول خصوصي بانکونه له منځه تللي

لخوا Matiullah Shirzad

د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال، امرالله صالح پر خپله ټوسټر پاڼه لیکلي؛ چې د افغانستان ټول خصوصي بانکونه له منځه تللي.

د صالح په وینا، د افغانستان نړیوال بانګ «AIB» په استثنا د هېواد ټول خصوصي بانکونه له منځه تللي او د خپلو مسؤلیتونو د ادا کولو توان نه لري او طالبانو په چوتیا سره د بانکونو کنټرول په لاس کې اخیستی او د دوی شتمنۍ یې غصب کړې دي.

صالح زیاته کړې؛ چې د بانکونو مالکان او مدیران د طالبانو د ځورولو، انسان تښتونو او غیرانساني کړنو څخه د خلاصون له امله له هېواده تښتېدلي.

صالح په دوام کې ویلي؛ چې پاکستان باید لاس په کار شي او خپله لاسپوڅې ډله د نقدو پیسو په ورکولو سره له دې کړکېچ وباسي.

د صالح په باور، «په اونۍ کې د اوه لارۍ غنمو لېږل د حل لاره نه ده، باید پوه شي چې د افغانستان خوړل ناممکن دي.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ