صالح: پنجشېر کې لسګونه طالب جنګیالي اسیران شوي

لخوا Aamaj News

د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې د طالبانو لسګونه وسلوال جنګیالي له وړاندې پلان شويو عملیاتو په لړ کې د مقاومت جبهې د ځواکونو اسیران شوي دي.

صالح نن (دوشنبه د زمري ۲۴مه) پر خپله فېسبوک پاڼه یو پیغام کې لیکلي چې د طالبانو لسګونه وسلوال جنګیالي له وړاندې پلان شويو عملیاتو په لړ کې د مقاومت جبهې د ځواکونو اسیران شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: «د افغانستان خلکو ته د دې بریا مبارکي وایم. باور ولری چې د جهل او تبعیض ډلې ریښې زموږ له خاورې ټولېږي.»

صالح څرګنده کړې چې د یادې موضوع زیات مالومات به د ویډیوګانو په خپرولو سره وړاندې شي.

په ورته وخت د طالبانو لخوا د افغانستان نیول یو کلنۍ ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي «د طالب بې ادبو ملیشو لخوا د خلکو مال غلا کولو له پیل، د وحشت، ظلم، تبیعض غالب کېدو او د پوهنې، فرهنک او زموږ هویت ضدیت څخه یو کال تېرېږي.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني مرستیال زیاته کړې « د زمري ۲۴ مه زموږ په تاریخ کې تور ټکی دی. له دې اسارت څخه خلاصون حتمي دی»

دا په داسې حال کې ده؛ چې د مقاومت جبهې ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې نن سهار د پنجشېر ولایت په یو شمېر سیمو کې پیل شوې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ