صيقل: افغان پوځي مشران دې د طالبانو پر وړاندي لاس په کار شي

لخوا Aamaj News

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي محمود صیقل ویلي دي چې د افغانستان پوځي مشران دي د طالبانو پر وړاندي لاس په کار شي.

ښاغلي صیقل نن (جمعه د غبرګولي ۶مه) په یوه ټویټ کې لیکلي چې «د جهل پوځ اتل پنجشېر ته د جنګیالیو/وسلو په لیږلو او د جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جنایتونو په ترسره کولو سره د تاریخ د نورو اشغالګرو تېروتني تکراروي.»

هغه زیاته کړې: «له ټولو صادقو نظامي مشرانو څخه چې د هیواد په نورو برخو کې د ودریدو توان لري په عاجزۍ سره غوښتنه کیږي چې لاس په کار شي او د پنجشېر د فشار په کمولو کې برخه واخلي.»

د محمود صیقل دا څرګندونې په داسې حال کيږي چې طالبانو په وروستیو ورځو کې پنجشېر ته د تازه دمي ځواکونو په استولو د ملي مقاومت جبهې سره سختي نښتي درلودلي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ