صیقل: افغانستان د نړیوال ترورېزم لوبغالی شوی؛ د طالبانو نظام به ژر یا وروسته وپرځېږي

لخوا Aamaj News

په ملګرو ملتونو کې د هېواد پخوانی دایمي استازی محمود صیقل وایي چې افغانستان د نړیوال ترورېزم لوبغالی شوی.

صیقل د طالبانو لخوا د قومي تصفیې، وهلو ډبولو، د ملکي وګړو اجباري ګډو ته په اشارې سره؛ دوی په جنګي جنایت او د بشریت ضد جنایت ترسره کولو باندې تورن کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ طالبان د ناامنۍ هر ډول ادعا رد کوي او پر ډېری مخالفینو باندې په دروغو د داعش ټاپه وهي.

نوموړي خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده: «د اوسني حالت دوام ژر یا وروسته د طالبانو نظام د پرځېدو لامل کېږي، په هماغه ډول چې د تاریخ نورو اشغال کوونکي او زور ویونکي له یو بل وپاشېدل.»

ملګرو ملتونو کې د هېواد پخواني استازي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې طاابان باید ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړې: «غوره داده چې طالبان د خپل ځان نشت کولو، پرځېدو او زیاتې وینې تویېدنې وړاندې د یوې ملي ناستې په چوکاټ کې د اوربند او صادقانه خبرو اترو ته د ټولو سیاسي، پوځي او مدني بهریونو په ګډون غاړه کېږدي او خپله بقا او د هېواد او غم ځپلو خلکو روغتیا او د سلامتیا ډاډ وکړي.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ