افغانستان د نړۍ په نویو څېړنو کې د پرلپسې دویم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد پېژندل شوی چې کالونه کېږي خلک یې د کار نشتون، بېوزلۍ او امنیت له امله په غم کې وخت تېروي.
د نړۍ د خلکو د څېړنې سایټ په خپل نوي خپور کړي راپور کې؛ چې د ۲۰۲۱م کال د نړۍ خوښ او غمجن هېوادونه یې پکې نوملړ کړي، افغانستان یې د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد ښودلی.
د یاد راپور د څېړنو له مخې؛ فنلنډ، ډنمارک، سویس، آیسلنډ، هالنډ، ناروي او سویډن د اوسمهال لپاره د نړۍ تر ټولو د خوښ هېوادونو د نوملړ په سر کې ځای لري او زیمبابوي، روندا، بوتسوانا او لیتوسو د یاد نوملړ وروستۍ برخه کې ځای لري.
په دې څېړنو کې چې د نړۍ ۱۴۶ هېوادونه پکې ځای لري؛ افغانستان د یاد نوملړ په پای کې ځای خپل کړی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تېر کال له ډېرو امتیازونو سره په وروستي مقام کې و؛ خو سږ کال یې امتیازونه د تېرکال په توپیر کم شوي. د یاد بنسټ په وینا؛ دا څېړنې د طالبانو له واک نیولو مخکې ترسره شوې دي او ښایي د طالبانو وروستۍ کړنې په راتلونکي کې د افغانستان په امتیازونو اغېزه وکړي.
په یادو څېړنو کې، د کورنیو ناخالصو تولیداتو کچه، ټولنیز ملاتړونه، د سالم ژوند لپاره هيلې، د ټاکلو خپلواکي او د کورني او بهرني فساد د تشخیص درک؛ د هېوادونو په ټاکنه کې له اصلي معیارونو څخه و.
دا څېړنې په داسې حال کې ترسره کېږي؛ چې له کالونو راپدېخوا د افغانستان خلک له جګړې، بېوزلۍ او لوږې سره لاس او ګریوان دي.